رویټرز خبري اژانس ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اوکراین ته یو نوی وړاندیز کړی دی. د راپور له مخې پوتین غوښتنه کړې چې د روسیې د پوځي عملیاتو د درولو په بدل کې دې اوکراین د دنباس سیمه په بشپړ ډول پرېږدي، د ناټو له غړیتوبه دې لاس واخلي، کيېف باید بې پرې پاتې شي او لویدیځو ځواکونو ته د خپلې خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي. سرچینې وایي، د اوکراین حکومت دغه وړاندیز رد کړی او یو اړخیز یې بللی دی. د مالوماتو له مخې، دا مهال د دنباس ۸۸ سلنه سیمه د روسي ځواکونو تر ولکې لاندې ده.








