د بشري حقونو بنسټ «هرانا» راپور ورکړی، له هغې ورځې راهیسې چې اسراییلو پر ایران بریدونه پیل کړي، تر دې دمه ۹۷۴ ایرانیان وژل شوي او ۳۴۵۸ نور ټپیان دي. په راپور کې راغلي په وژل شویو کې نه یوازې ایراني پوځیان، بلکې ښځې او ماشومان هم شامل دي. راپور زیاتوي، چې د دغو نښتو له امله ۶۴۰ تنه د سیاسي یا امنیتي تورونو له امله نیول شوي، او د ایران ۲۵ ولایتونه د اسراییلي بریدونو مستقیم هدف ګرځېدلي دي.







