رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د الجزایر په بېلابېلو ولایتونو کې د ځنګلي اورونو له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۵۴ نور ټپیان شوي دي. د الجزایر د کورنیو چارو وزیر سعید سعیدوف ویلي، په وژل شویو کې پنځه کسان په جېجل، څلور په بجایه او درې نور په تېزي اوزو ولایتونو کې دي. د چارواکو په وینا، د ټپیانو له ډلې د شپږو کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی او په روغتونونو کې تر جدي پاملرنې لاندې دي. سرچینې ویلي، چې په همدې ورځ په ټول هېواد کې ۱۵۴ ځنګلي اورونه ثبت شوي، چې ۳۶ یې یوازې په بجایه ولایت کې وو. چارواکي وايي، دغه اورونه په داسې مهال لګېدلي چې شمالي افریقا د سختې تودوخې له څپې سره مخ ده.








