مهر خبري اژانس راپور ورکړی، چې ایران تل ابیب ته نږدې د اسراییل د رمات ګان ولسوالۍ ځایي اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې له سیمې څخه ووځي. په داسې حال کې چې له دې خبر داري وړاندې د اسراییل د پوځ ویاند د ایران د پلازمینې تهران د اوومې حوزې اوسېدونکو ته ورته خبرداری ورکړی و، چې له سیمې څخه ووځي او ویې ویل چې غواړي په دغه سیمه کې د ایراني رژیم پوځي تاسیسات په نښه کړي.








