رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران پارلمان د هرمز تنګي د تړلو طرحه تایید کړې، خو دا پرېکړه لا د تطبیق لپاره د ملي امنیت عالي شورا تایید ته اړتیا لري. کارپوهان وایي، که هرمز تنګی وتړل شي، دا به نه یوازې د نړۍوالو تېلو بیې لوړې کړي، بلکې د نړیوال اقتصاد بهیر به هم اغېزمن کړي. همداراز، د سیمې په کچه له امریکا سره د ایران احتمالي سمندري شخړې خطر زیاتېدای شي.








