د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې د ګډون لپاره د ترکیې استانبول ښار ته رسېدلی دی. ایراني رسنۍ وايي، ټاکل شوې چې د غونډې اصلي محور د اسراییلو له لوري پر ایران وروستي بریدونه وي. دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د ایران او اسراییل ترمنځ شخړه نهمې ورځې ته غځېدلې او راپورونه د دواړو لورو ترمنځ د درنو تلفاتو او مهمو هدفونو په نښه کېدو خبره کوي.








