د زامبیا پخوانی ولسمشر ایدګار لونګو د ۶۸ کلونو په عمر ومړ. د رویټرز د راپور له مخې، نوموړی پرون سهار د سویلي افریقا په پلازمېنه پېتوریا کې په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و، چې هلته یې ساه ورکړه. ایدګار لونګو د زامبیا شپږم ولسمشر و، چې له ۲۰۱۵ تر ۲۰۲۱ کال پورې واکمن پاتې شوی و. نوموړی د ۱۹۵۶ کال د نومبر په ۱۱مه د زامبیا د مسو سیمې په ندولا ښار کې زېږېدلی و.








