د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی، محمد صادق خان د خپل ځانګړي مرستیال په توګه ټاکلی دی. محمد صادق پر خپله اېکس پاڼه، د پاکستان د کابینې د سکرتریت له لوري د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی چې هغه د تېر ۲۰۲۴ زیږیز کال د ډسمبر په درېیمه دغې دندې ته معرفي شوی دی. د پاکستان د لومړي وزیر په لاسلیک دغه مکتوب دوه ورځې وړاندې د پاکستان د ولسمشر دفتر ترڅنګ ګڼو وزارتونو ته استول شوی دی.








