شنبه, اپریل 25, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

ولسمشر پزشکیان: د یمن حوثي یاغیانو ته ایران هایپرسونیک توغندي نه دي ورکړي

STR NEWS by STR NEWS
سپتمبر 18, 2024
3 0
0
ولسمشر پزشکیان: د یمن حوثي یاغیانو ته ایران هایپرسونیک توغندي نه دي ورکړي
4
SHARES
15
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8395385.webm

د ایران ولسمشر/حوثي

ای‌ډي: 8395385

نېټه: د سپتمبر 16، 2024/دوتنه

ځای: ایران

موده: یوه دقیقه او دوه پنځوس ثانیې

سرچینه:  (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-09-17 10:07

وروستی سمون: 2024-09-17 12:50

تهران، ایران – د جولای 16، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

بشپړ خبر

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې هېواد یې د یمن حوثي ډلې ته هایپرسونیک توغندي نه دي ورکړي، نوموړي دغه څرګندونې په تهران کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د الجزیرې خبري شبکې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې کړې چې د سیاسي کارپوهانو په حواله یې ویلي و چې ایران حوثیانو ته د هایپرسونیک توغندي ورکړي دي.

پزشکیان د الجزیرې خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې ایران هایپرسونیک توغندي لري، خو هغه ډول نه چې حوثي یاغیان یې لري، د نوموړي په وینا چې حوثیانو پخپله د وخت په تېرېدو سره دغه توغندي جوړ کړي دي.

هغه وویل، د ایران لپاره دا ناشونې ده چې یمن ته په پټه توغندي واستوي، په داسې حال کې چې دغه هېواد ته یوازې د بشري ځواکونو د استولو لپاره له یوې اونۍ زیات وخت نیسي.

ده ویلي، چې ایران او حوثیانو په غزه کې د اسراییلو د “نسل وژنې” پروړاندې په ګډه کار کړی او ټینګار یې کړی چې نړیواله ټولنه باید د اسراییلو لخوا ترسره شوي د انسانیت پروړاندې جنایتونه وغندي.

نوموړي دغه راز وویل،که لوېدیځ هېوادونه د اسرائیلو د امنیت په اړه اندېښمن دي، نو ولې د غزې د امنیت، د فلسطینیانو او د بې ګناه خلکو د امنیت په اړه اندېښمن نه دي؟ متمدن هېوادونه او د بشري حقونو ملاتړي باید دغه قدرت ته اجازه ورنه کړي چې بمبارۍ او وژنې وکړي.

ده وویل چې د دې پر ځای چې دوی په غزه کې نسل وژنه ودروي په ورته وخت کې ایران تورنوي چې د یمن حوثي یاغیانو ته توغندي ورکوي.

د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو په تړاو پزشکیان د شخړې په وړاندې د سولې په لټون ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو اراده نه لري.

خو هغه وویل، امریکا د ایران له اټمي تړون څخه د وتلو لاره غوره کړې او د ایران پر ضد یې ګواښونه کړي دي. ده زیاته کړه چې د دواړو خواوو تر منځ په ترینګلو اړیکو کې د نرمښت امکان په دې پورې تړلی دی چې امریکا له ایران سره خپله دښمني راکمه کړي او پر دغه هېواد  خپل پراخ لګول شوي بندیزونه لغوه کړي.

پزشکیان وویل چې دوی نه غواړي جګړه پیل کړي، خو امریکا هڅه کوي چې دوی په جګړه  ښکېل کړي، که امریکا د ایران حقونو ته درناوی وکړي، دوی به له امریکا یا بل چا سره له جګړې ډډه وکړي. نوموړي وویل موږ هیله لرو چې په سوله ییزه توګه په خپل هېواد کې دننه پرمختګ وکړو پرته له دې چې متحده ایالات د ایران امنیت ته زیان ورسوي یا ایران تهدید او سپکاوی یې وکړي، موږ ته دا هېڅکله د منلو وړ نه دي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

نوري: افغانان نور له جګړو ستړي شوي او د تاوتریخوالي دوام نه غواړي
وروستی خبرونه

نوري: افغانان نور له جګړو ستړي شوي او د تاوتریخوالي دوام نه غواړي

اپریل 24, 2026
افغانستان او جاپان پر چاپېریالي همکاریو ټینګار کړی
وروستی خبرونه

افغانستان او جاپان پر چاپېریالي همکاریو ټینګار کړی

اپریل 24, 2026
نورالدین عزیزي د ازبکستان له نساجۍ فابریکې لیدنه کړې ده
وروستی خبرونه

نورالدین عزیزي د ازبکستان له نساجۍ فابریکې لیدنه کړې ده

اپریل 24, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

د ټولنې هنداره
د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

اقتصاد او سوداګري
د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved