سه شنبه, اکتوبر 6, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

مسکو: په ټول هېواد کې سیمه ییزې ټاکنې پای ته ورسېدې

STR NEWS by STR NEWS
سپتمبر 10, 2024
2 0
0
مسکو: په ټول هېواد کې سیمه ییزې ټاکنې پای ته ورسېدې
3
SHARES
13
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8394184.webm

د روسیې محلي ټاکنې/کورسک

ای ډي: ID: 8394184

نیټه: د سپتمبر 6-8، 2024

ځای: روسیه

موده: یوه دقیقه او نهه دیرش ثانیې

سرچینه: د چین نړیوال تلویزیون شبکه (CGTN)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-09-09 04:12

وروستی سمون: 2024-09-09 04:16

روسیه د کورسک سیمه، – د سپتمبر 6-8، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده

بشپړ خبر

د یکشنبې په ورځ د جګړې ځپلې لوېدیځې کورسک سیمې په ګډون درې ورځنۍ سیمه ییزې ټاکنې په ټوله روسیه کې  پای ته ورسېدې.

د روان ۲۰۲۴ کال ټولټاکنې د سپټمبر میاشتې په ۸ مه نېټه د هیواد په لویه برخه کې ترسره شوې، په داسې حال کې چې په ډيرو سیمو کې د سپتمبر په ۶مه او ۷مه نېټه د رایې ورکولو اجازه ورکړل شوې وه.

ویل کیږي په کورسک سیمه کې امنیتي تدابیر ځکه سخت شوي چې د سږکال په ټاکنو کې یې رایه اچونه د نورو سیمو په پرتله مخکې پیل شوې وه.

د روسیې د ټاکنو د مرکزي کمیسیون د معلوماتو له مخې، د کورسک سیمې سرپرست والي الیکسي سمیرنوف د نږدې ۶۵.۳ سلنه رایو په ګټلو سره د والي په توګه وټاکل شو.

په همدې حال کې د روسیې د دوما ایالت لپاره ضمني ټاکنې هم ترسره شوې، خو د اوکراین د یرغل او په لومړۍ لیکه کې د سختو جګړو له امله په کورسک سیمه کې بیا د یادو ټاکنو رایه اچونه ځنډول شوې ده.

د کورسک سیمې د والي د ټاکنو لپاره د څارونکو د عامه مرکزي دفتر مشرې لیوډمیلا ډریمووا وویل، چې ټاکنې په سمه توګه ترسره شوې او د کومې بې نظمۍ راپور نه دی ورکړل شوی.

ډریمووا زیاتوي، چې د عامه څارنې مرکز د خپلو چارو په ترڅ کې د رایې ورکولو له مرکزونو څخه څه باندې ۷۰۰۰ راپورونه او لنډ پیغامونه ترلاسه کړي دي. نوموړې دغه راز ویلي، چې ټوله پروسه په عادي توګه پرمخ ولاړه او د کومې بې نظمۍ راپور نه دی ترلاسه شوی.

سوله او سوکالي هغه کلمې وې چې په کورسک سیمه کې د ټولټاکنو په جریان کې د نورو په پرتله ډېرې اورېدل شوې دي، له ځوانانو یې هم غوښتل شوي و چې ورځنیو چارو ته پاملرنه وکړي.

د کورسک سیمې یوه اوسیدونکي الیا پلیسوسکيخ وویل، د ټاکنو په جریان کې چاودنې کمې وې، زما په یاد نه دي چې وروستی ځل چاودنه څه وخت شوې وه. اوس حالت ارام شوی شپې ارامه شوې. موږ اوس په ارامه خوب کولی شو.

يوې بلې ځايي اوسېدونکې ماريا وويل، په ښار کې کافي پارکونه نشته هيله لرو په دې برخه کې لا زياتې هڅې وشي څو د ځوانانو لپاره ډېر تفريح ځايونه جوړ شي. اوس مهال د دوی لپاره د ځینو نویو پروژو پیل هم شوی دی.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

متقي: روسیې سره سیاسي تفاهم باید په اقتصادي شراکت بدل شي
وروستی خبرونه

متقي: روسیې سره سیاسي تفاهم باید په اقتصادي شراکت بدل شي

اکتوبر 6, 2026
کرکټ؛ افغان ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش او عمان سره سیالۍ ترسره کوي
سپورت

کرکټ؛ افغان ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش او عمان سره سیالۍ ترسره کوي

اکتوبر 6, 2026
مجاهد: د جرمونو نړۍوالې محکمې پرېکړو ته ارزښت نه ورکوو
وروستی خبرونه

مجاهد: د جرمونو نړۍوالې محکمې پرېکړو ته ارزښت نه ورکوو

اکتوبر 6, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د ټولنې هنداره
په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

ټکنالوژي
د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

ابادي او بیارغونه
تلپاتې ژوند

تلپاتې ژوند

د ټولنې هنداره
د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved