سه شنبه, اکتوبر 6, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

په ویتنام کې د یاګي توپان له امله ۴ تنه وژل شوي او ۷۸ نور ټپیان دي

STR NEWS by STR NEWS
سپتمبر 8, 2024
3 0
0
په ویتنام کې د یاګي توپان له امله ۴ تنه وژل شوي او ۷۸ نور ټپیان دي
5
SHARES
18
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8393986.webm

ای ډي: 8393986

نیټه: د سپتمبر 7، 2024

ځای: ویتنام

موده: یوه دقیقه او څلور ثانیې

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-09-07 19:39

وروستی سمون: 2024-09-07 20:54

ویتنام – کوانګ نین، د سپتمبر 7، 2024 (CCTV)د چینايي وګړو لپاره نه ده

بشپړ خبر

د ویتنام دولتي تلویزون ویلي، چې په دغه هیواد کې د یاګي نومي توپان له کبله لږترلږه څلور کسان وژل شوي او  ۷۸ نور ټپیان دي.

دغه شدید توپان د شنبې په ماسپښین د شمالي ویتنام د های فونګ ساحلي ښار ته هغه مهال ورسېد چې سرعت یې د۴.۴۱ مترو په ثانیه کې و. یاد توپان په ټول هیواد کې د بریښنا تاسیساتو او انټرنیټې مخابراتو ته هم سخت زیان اړولی چې له امله یې په پراخه کچه بریښنا پرې شوې او مخابراتي شبکې هم قطع شوې دي.

د کوانګ نین ولایت څخه رپوټونه وايي چې په دغه ولایت د یوې لرګینې بېړۍ په شمول لږ تر لږه شپږ کښتۍ هم د یاد توپان له کبله ډوبې شوې. سر بېره پردې، یوه ټرانسپورټي کښتۍ هم د خپل لنگر څخه وتلې او د اوبو په واسطه لرې وړل شوې ده.

تېزو بادونو د سیمې په شاوخوا برخو کې هم د پام وړ زیانونه اړولي دي. له دغو سیمو څخه خپرې شوې ویډیوګانې ښیي چې د ځایي کورونو چتونه غورځول شوي، کوڅې له خټو او خځلو ډکې شوې دغه راز په زرګونو ونې او بریښنايي مزي یې ویجاړ کړي دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، تر ۵۰ زره ډېر اوسېدونکي له خطر سره مخامخ ساحلي سیمو څخه ایستل شوي او په خوندي سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

د ویتنام په ۱۲ ولایتونو کې د ښوونځیو ټولګي ځنډول شوي، دغه راز څلورو هوایی ډګرونو د پلازمینې هانوی ښار د نو بای نړیوال هوایی ډګر په ګډون ټول الوتنې بندې کړې چې له کبله یې تر دې دمه نږدې  ۳۰۰ الوتنې لغوه شوې دي.

په هانوي کې چارواکو د بس خدمتونو او د دوه فرعي تګلورو چارې هم تر نامعلومې نېټې پورې ځنډولي دي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

متقي: روسیې سره سیاسي تفاهم باید په اقتصادي شراکت بدل شي
وروستی خبرونه

متقي: روسیې سره سیاسي تفاهم باید په اقتصادي شراکت بدل شي

اکتوبر 6, 2026
کرکټ؛ افغان ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش او عمان سره سیالۍ ترسره کوي
سپورت

کرکټ؛ افغان ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش او عمان سره سیالۍ ترسره کوي

اکتوبر 6, 2026
مجاهد: د جرمونو نړۍوالې محکمې پرېکړو ته ارزښت نه ورکوو
وروستی خبرونه

مجاهد: د جرمونو نړۍوالې محکمې پرېکړو ته ارزښت نه ورکوو

اکتوبر 6, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د ټولنې هنداره
په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

ټکنالوژي
د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

ابادي او بیارغونه
تلپاتې ژوند

تلپاتې ژوند

د ټولنې هنداره
د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved