شنبه, اپریل 25, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

افغان شنونکی: د سیمې د بې ثباتۍ تر شا د امریکا لاسوهنه ده

STR NEWS by STR NEWS
اگست 30, 2024
3 0
0
افغان شنونکی: د سیمې د بې ثباتۍ تر شا د امریکا لاسوهنه ده
4
SHARES
15
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8392370.webm

افغانستان/غزه-امریکا تسلط / شنونکی

ای‌ډي: 8392370

نېټه: اګست 25/26/28، 2024

ځای: افغانستان

موده: یوه دقیقه او اته دیرش ثانیې

سرچینه: (CCTV) او(CGTN)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-08-29 21:13

وروستی سمون: 2024-08-29 21:17

ویډيويي صحنې

افغانستان -وروستی (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده

بشپړ خبر

په پلازمېنه کابل کې یوه افغان سیاسي شنونکي ویلي، چې د سولې او ډیموکراسۍ د ترویج په پلمه د امریکا تسلط په منځني ختیځ کې د دوامدارې بې ثباتۍ اصلي لامل هم شوی دی.

د چین له مرکزي تلویزیون (CCTV) سره په مرکه کې دغه افغان سیاسي شنونکي سید قریب الله سادات په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې له امله نیوکه وکړه او ویې ویل، چې په افغانستان کې یې حضور د ګڼو ملکي وګړو د وژل کېدو، بې شمېره خلکو د بې ځایه کېدو او لا هم د افغانانو د کړاوونو لامل شوی دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په ۱۵مه طالب ځواکونو کابل ونیو، چې له افغانستان څخه د میشتو امریکایي ځواکونو د چټک او بېړني وتلو لامل شو.

هغه وویل، دوی د سولې او ډیموکراسۍ تر شعار لاندې افغانستان ته راغلل،خو ډېر ژر څرګنده شوه چې د دوی اصلي موخه زموږ د هېواد بیارغونه نه وه، بلکې دوی هڅه کوله چې افغانستان د ناټو په یوه مرکز بدل کړي، دوی نه غواړي افغانان پرمختګ وکړي او د خپل هېواد لپاره لاسته راوړنې ولري.

د نوموړي په وینا، چې په سیمه کې د امریکا د دوه لسیزو اوږد حضور د بشري حقونو او ډیموکراسۍ د شعارونو تر شا واقعیتونه رابرسېره کړل او دا یې د سیمه ییزې واکمنۍ د پراختیا لپاره یوازې د وسیلې په توګه په ډاګه کړل.

نوموړی دغه راز زیاتوي، چې د حقیقي بشري حقونو او ډیموکراسۍ په اړه د سیمه ییز تسلط د لومړیتوب ورکولو دا بېلګه په نورو شرایطو کې د امریکا له چلند سره سمون لري، لکه د اسراییلو او فلسطین ترمنځ په روانه شخړه کې د هغې ژورې ښکېلتیا کې.

دغه افغان شنونکي دا هم وویل، چې د امریکا اوسنیو او پخوانیو چارواکو څرګنده کړې چې له هغه وخت راهیسې چې په غزه کې شخړه شدیده شوې، د امریکا حکومت اسراییلو ته د سلګونو څخه د زیاتو وسلو د خرڅلاو اجازه ورکړې ده، چې د تاوتریخوالي په زیاتېدو کې یې مرسته کړې ده.

د نوموړي په خبره، چې بشري حقونه، سوله او ډیموکراسي یوازې هغه وسیلې دي چې امریکایان یې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره کاروي. هغه دې ته اشاره وکړه چې د سولې او ډیموکراسۍ د هڅولو په اړه د امریکا ادعاوو په حقیقت کې د فلسطین او اسرائیلو شخړه لاپسې پراخه کړې ده، چې د امریکا د اقداماتو په پایله کې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

بهرنیو چارو وزارت: قطر کې مېشت افغان کډوال دې هېواد ته راستانه شي
وروستی خبرونه

بهرنیو چارو وزارت: قطر کې مېشت افغان کډوال دې هېواد ته راستانه شي

اپریل 25, 2026
ایران له امریکا سره اسلام‌اباد کې د احتمالي لیدنې راپورونه رد کړل
وروستی خبرونه

ایران له امریکا سره اسلام‌اباد کې د احتمالي لیدنې راپورونه رد کړل

اپریل 25, 2026
مجاهد: ا.ا هڅه کوي د نړۍ له هېوادونو سره ډیپلوماتیکي اړیکې پراخې کړي
وروستی خبرونه

مجاهد: ا.ا هڅه کوي د نړۍ له هېوادونو سره ډیپلوماتیکي اړیکې پراخې کړي

اپریل 25, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

د ټولنې هنداره
د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

اقتصاد او سوداګري
د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved