مالي-اوکراين/ډيپلوماتيکې اړيکې
ایډي: 8389223
نېټه: د اګست 6، 2024
ځای: مالي
موده: یوه دقیقه او څلورویشت ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-07 05:36
وروستی سمون: 2024-08-07 05:40
ویډيويي صحنې
مالي باماکو، – د مې 21، 2017 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د مالي هیواد ه دولتي ودانۍ
مالي باماکو – د سپتمبر 22، 2018 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۲ـ د مالي ملي بیرغ بېلابېلې صحنې، ترافیک
مالي – اګست 6، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
مالیايي وګړو له اوکراین سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د پرې کولو په اړه د دغه هېواد د حکومت د سمدستي پرېکړې کلک ملاتړ څرګند کړی او ویلي، چې مالي متحدینو ته اړتیا لري نه هغو هېوادونو ته چې د یاغي ډلو سره همکاري کوي.
د مالي هیواد د کابینې یو لوړپوړي وزیر عبدالولي مایګا په یوه بیان کې ویلي، چې هېواد یې د یکشنبې په ورځ له اوکراین سره د سمدستي ډیپلوماتیکو اړیکو د پرې کولو اعلان کړی د نوموړي په خبره چې دا پرېکړه د مالي په وړاندې د یو باالمثل عمل په توګه غوره کړی دی.
عبدالولي مایګا دغه راز ویلي، دا پرېکړه ځکه شوې چې د اوکراین د پوځي استخباراتو ویاند اندري یوسوف په دې وروستیو کې د “وسله والو ترهګرو ډلو” لخوا په برید کې د اوکراین ښکېلتیا ومنله هغه برید چې په پایله کې یې د مالي دفاعي او امنیتي ځواکونو پرسونل ووژل شو.
د مالي ډېری خلک د حکومت د دې پرېکړې ملاتړ کوي او ټینګار کوي چې مالي به له هر هغه هېواد سره ډیپلوماتیکي اړیکې پرې کړي چې له ترهګرو ډلو سره تړاو لري.
دیمبا کانټي په نامه یوه ځایي اوسېدونکي وویل چې مالي د هغو هېوادونو ملاتړ ته اړتیا لري چې کولی شي د دې مسئلې په حل کې مرسته وکړي. که یو هېواد د یاغي ډلو ملاتړ کوي او له امله یې مالي ته ګواښ وي نو مالي به له هغه هېواد سره اړیکې پرې کړي. نوموړی زیاتوي چې هېواد یې کولی شي له دې وضعیت څخه په وتلو کې د نورو هېوادونو څخه مرسته وغواړي.
د یادونې وړ ده چې د جولای میاشتې په ۳۰ مه نېټه د مالي وسله والو ځواکونو په یو راپور کې وویل، چې د همدې میاشتې په ۲۶ تاریخ د دغه هېواد په شمال ختیځ سیمه کې د تروریستي ځواکونو ایتلاف په وړاندې د سختې جګړې په ترڅ کې د پام وړ انساني زیانونو سره مخ شوي وو.
یاده دې وي چې مالي هیواد له ۲۰۱۲ کال راهیسې، د تروریزم له خپرېدو او دغه راز د ژور څو اړخیز کړکېچ سره لاس او ګرېوان هېواد دی چې په دې کې امنیتي، سیاسي، اقتصادي او بشري ننګونې شاملې دي.








