سه شنبه, اکتوبر 6, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

په غزه کې تر اوسه ۱۵۸ فلسطیني خبریالان وژل شوي

STR NEWS by STR NEWS
جولای 7, 2024
5 0
0
په غزه کې تر اوسه ۱۵۸ فلسطیني خبریالان وژل شوي
8
SHARES
29
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8384684.webm

د غزې تړانګه – شخړه / مرګ ژوبله

ای‌ډي: 8384684

نېټه: د جولای 07- 07 -2024

ځای: بېلابېل

موده: یوه دقیقه او اته دېرش ثانیې

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-07-07 09:25

وروستی سمون: 2024-07- 20:21

ویډیويي صحنې

د غزې تړانګه – د جون 28، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱ـ سګرټ څکولو صحنه

۲ـ له سیمې څخه د خلکو ویستل، ویجاړې ودانۍ

د غزې تړانګه – د جون 24، 2024 (CGTN د چینايي وګړو لپاره نه ده

۳ـ د اسراییلو د بریدونو وروسته د ویجاړې شوې ودانۍ دننه برخې

د غزې تړانګه د غزې ښار – د جون 22، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۴ـ د اسراییلو له بریدونو وروسته د الشطي د کډوالو ګڼ کمپونه ویجاړ شوي دي

۵ـ ناروغ ماشوم

بشپړ خبر

په غزه کې روغتیايي چارواکو خبر ورکړی، چې په غزه کې د اسراییلو د روانو بریدونو له امله د فلسطینیانو د مړینې شمېر ۳۸۰۹۸ کسانو ته رسېدلی دی.

روغتیایي چارواکو ویلي، له تېرې اکتوبر میاشتې راهیسې چې جګړه پیل شوې، د غزې په تړانګه کې د مرګ ژوبلې سربېره ۷۸۰۷۵ کسان ټپیان شوي دي.

بلخوا د فلسطیني رسنیو د راپورونو له مخې، د اسراییلو پوځ د شنبې په ورځ د غزې په شمال او جنوبي ښار رفح باندې بریدونه کړي چې په پایله کې یې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.

له اتو وژل شویو کسانو څخه شپږ تنه هغه وخت ووژل شول کله چې اسراييلي جنګي الوتکو په شمال لوېديځ رفح ښار کې پر يوه موټر بريد وکړ او دوه تنه نور هغه  مهال وژل شوي دي  کله چې اسراييلي ځواکونو د غزې په ښار کې پر يوه بله  سيمه بريد وکړ.

 د اسراییلو پوځ د شنبې په ورځ هم د غزې تړانګې په مرکزي سیمه کې د نصیرات په کمپ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) یو ښوونځی بمبار کړی دی.

د روغتیایي چارواکو په وینا د نصیرات د کډوالو په کمپ کې پر ښوونځي برید لږ تر لږه ۱۶ کسان ووژل او تر ۵۰ ډېر نور یې ټپیان کړل. دغه ښوونځی د بمبارۍ پر مهال د بې ځایه شویو کسانو پناه ځای و.

د غزې تړانګې د حماس دولتي رسنیو دفتر د شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې د تېرې ورځې په اوږدو کې د غزې په بېلابېلو سیمو کې پنځه فلسطیني خبریالان وژل شوي چې له دې سره د وژل شویو فلسطیني خبریالانو شمېر ۱۵۸ ته ورسېد.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

کرکټ؛ افغان ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش او عمان سره سیالۍ ترسره کوي
سپورت

کرکټ؛ افغان ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش او عمان سره سیالۍ ترسره کوي

اکتوبر 6, 2026
مجاهد: د جرمونو نړۍوالې محکمې پرېکړو ته ارزښت نه ورکوو
وروستی خبرونه

مجاهد: د جرمونو نړۍوالې محکمې پرېکړو ته ارزښت نه ورکوو

اکتوبر 6, 2026
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخوانی استازی بینین سیوان ومړ
وروستی خبرونه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخوانی استازی بینین سیوان ومړ

اکتوبر 6, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د ټولنې هنداره
په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

ټکنالوژي
د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

ابادي او بیارغونه
تلپاتې ژوند

تلپاتې ژوند

د ټولنې هنداره
د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved