سه شنبه, اکتوبر 6, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

بېجینګ: چين او روسيه بايد د دوه اړخيزو اړيکو ځانګړی ارزښت وساتي

STR NEWS by STR NEWS
جولای 5, 2024
2 0
0
بېجینګ: چين او روسيه بايد د دوه اړخيزو اړيکو ځانګړی ارزښت وساتي
4
SHARES
14
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8384205.webm

قزاقستان/ ولسمشر شي /روسیه

ای ډي: 8384205

نېټه: د جولای 3، 2024

ځای: قزاقستان

موده: یوه دقیقه او اته دیرش ثانیې

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-07-05 13:53

وروستی سمون: 2024-07-05 22:04

ویډيويي صحنې

بشپړ خبر

د چين ولسمشر شي جين پينګ د چهارشنبې په ورځ د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د کتنې په ترڅ کې د خپلو دوه اړخيزو اړيکو د ځانګړي ارزښت ساتلو  پر اهميت ټينګار کړی دی.

دواړو مشرانو د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د شانګهای همکارۍ سازمان د مشرانو په ۲۴مه غونډه کې چې پرون ترسره شوې، سره لیدلي دي.

ښاغلي شي جين پينګ ولسمشر پوتين ته د يو پخواني ملګري په توګه اشاره وکړه او له نوموړي  سره يې د   یو ځل بیا ليدنې له امله خوښي څرګنده کړه

د یادې لیدنې پر مهال ولسمشر شي جین پینګ زیاته کړه، چې په مهمو څو اړخيزو مناسبتونو کې له یو بل سره  ليدنه زموږ ښه دود دی او د چين او روسيې د لوړ پوړو اړيکو یو سمبول هم بلل کېږي.

شي جين پينګ د مې په مياشت کې چين ته د پوتين د دوه ورځني رسمي سفر يادونه وکړه چې په ترڅ کې يې دواړو مشرانو د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو د پرمختيا لپاره لاره هواره کړه.

هغه وويل، د چين او روسيې ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ٧٥مې کليزې په مهم تاريخي موقع موږ په ګډه د دوه اړخيزو اړيکو د لا پرمختګ لپاره مهم پلانونه او ترتيبات جوړ کړل.

نوموړي  پر دې ټينګار وکړ چې له ګډوډۍ او بدلېدونکي نړيوال حالت سره سره، چين او روسيه دواړه بايد د اوږدمهاله دوستۍ د ساتلو او د متقابلو ګټو د تامين په موخه خپلو اصلي موخو ته ژمن وي. او دغه راز دواړه خواوې باید د خپلو اړیکو ځانګړی ارزښت وساتي، همکارۍ زیاتې کړي او د نړیوالو نورمونو په ساتلو سره د خپلو هېوادونو ګټې خوندي کړي.

بل پلو  ولسمشر پوتین وویل، چې موږ په وار وار دې ته اشاره کړې چې د نوې دورې لپاره د روسيې او چين هراړخيزه ستراتيژيکه همکاري د تاريخ په تر ټولو ښه دوره کې ده، د روسيې او چين ترمنځ اړيکې د برابرۍ، متقابلو ګټو او درناوي پر اصولو ولاړې دي. نوموړي زیاته کړه چې د یو بل د حاکمیت لپاره زموږ همکاري کوم دریم اړخ نه دی په نښه کړی او نه کوم اتحاد یا ډله جوړه وي د نوموړي په خبره چې دوی د خپلو خلکو د ګټو په خدمت تمرکز کوي. پوتین دغه راز  د روسیې او چین ترمنځ د اړیکو اوسنۍ کچه په تاریخ کې تر ټولو لوړه او ارزښتمنه وبلله.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

کرکټ؛ افغان ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش او عمان سره سیالۍ ترسره کوي
سپورت

کرکټ؛ افغان ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش او عمان سره سیالۍ ترسره کوي

اکتوبر 6, 2026
مجاهد: د جرمونو نړۍوالې محکمې پرېکړو ته ارزښت نه ورکوو
وروستی خبرونه

مجاهد: د جرمونو نړۍوالې محکمې پرېکړو ته ارزښت نه ورکوو

اکتوبر 6, 2026
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخوانی استازی بینین سیوان ومړ
وروستی خبرونه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخوانی استازی بینین سیوان ومړ

اکتوبر 6, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د ټولنې هنداره
په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

ټکنالوژي
د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

ابادي او بیارغونه
تلپاتې ژوند

تلپاتې ژوند

د ټولنې هنداره
د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved