چهارشنبه, مې 6, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

ناروژي وګړو د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندلو ملاتړ وکړ

STR NEWS by STR NEWS
مې 30, 2024
4 0
0
ناروژي وګړو د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندلو ملاتړ  وکړ
5
SHARES
21
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8379109.webm

ناروې – فلسطین دولت / راټولېدنه

ای‌ډي: 8379109

نېټه: د مې 28، 2024

ځای: ناروې

موده: یوه دقیقه او دیارلس ثانیې

سرچینه: (CGTN)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-05-30 07:19

وروستی سمون: 2024-05-30 07:28

ویډيويي صحنې

اوسلو- ناروې – د مې 28، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱ـ د فلسطین د دولت رسمیت پېژندلو په ملاتړ د ناروې د پارلمان د ودانۍ له بهر بېلابېل لاریونونه

۲ـ د پارلمان د ودانۍ پر سر د ناروې ملي بیرغ

۳ـ غږ (انګلیسي) لاریون کوونکی (نوم نه دی ورکړل شوی)

 «پرېکړه وشوه» ډېر ناوخته، مګر دا هېڅکله هم ډېره ناوخته نه ده، سمه ده؟

۴ـ د ودانۍ په سر د ناروې ملي بیرغ

۵ـ پولیس

۶ـ خلک د پارلمان ودانۍ ته د ننوتلو پر مهال

۷ـ د کوڅې بېلابېلې صحنې، په ودانۍ باندې د فلسطین بیرغ

۸ـ په کړکۍ کې د فلسطین پلوي نښان

۹ـ بېلابېل نقشې چې په سړک کې د فلسطیني سیمو او د اسراییلو اشغال ښودنه کوي

۱۰ـ د پیاده تګ او راتګ بېلابېلې لارې او ګڼې برخې، ودانۍ

بشپړ خبر

ناروژي وګړي د سې شنبې په ورځ په اوسلو کې د دغه هېواد د پارلمان مخې ته د حکومت د هغې پرېکړې په ملاتړ سره راټول شول چې په رسمي ډول یې فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژانده.

دا لویه غونډه وروسته له هغه پیل شوه چې ناروې، هسپانیې او ایرلنډ د تېرې چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی به د مې له ۲۸مې نېټې څخه د ۱۹۶۷ کال د سرحدونو پر بنسټ فلسطین په رسمي توګه په رسمیت وپېژني.

په غونډه کې برخه والو د ناروې او فلسطین بیرغونه پورته کړل او د حکومت د پرېکړې په ملاتړ یې خوښي څرګنده کړه. ځینو وویل چې دا پرېکړه ډېر ناوخته شوې ده خو دوی دغه راز یادونه وکړه چې د ناروې ګاونډي په ۲۰۱۴ کال کې فلسطین په رسمیت پېژندلی و، او هنګري او پولنډ مخکې ورته کار کړی و.

 یوه ګډونوال (CGTN) ته وویل، دا پرېکړه ډېره ناوخته وشوه، مګر د دې پرېکړې لپاره هېڅکله ناوخته نه ده

په ورته وخت کې د ناروې هېواد لومړي وزیر جوناس ګهر سټور وویل د ناروې پرېکړه په منځني ختیځ کې د تلپاتې سولې لپاره د “یوازې حل” لپاره پانګونه ده. هغه زیاته کړه چې ناروې غواړي د نړۍ نور هېوادونه په ځانګړې توګه اروپا وهڅوي چې فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت وپېژني.

د یادونې وړ ده چې ناروې په ۱۹۹۳ کال کې د اوسلو د لومړي تړون له لاسلیک څخه ۳۰ کاله وروسته فلسطین په رسمیت وپېژانده.

دغه راز ناروې د غزې د اوږدې جګړې او د سولې په خبرو کې د پرمختګ د نشتوالي له امله د فلسطین په رسمیت پېژندلو پرېکړه وکړه. او ویې ویل چې نور د فلسطین په رسمیت پېژندلو دمخه د شخړې حل ته انتظار نشي کولی.

د ناروې د حکومت په وینا، د فلسطین دولت او د اسراییلو دولت ترمنځ د ځمکنۍ حدود باید د ۱۹۶۷کال  دمخه سرحدونو پراساس وي او بیت المقدس د دواړو هېوادونو د پلازمېنې په توګه باید فعال شي.

د ناروې حکومت ژمنه کړې چې د عربي سولې نوښت لپاره چې په منځني ختیځ کې د کړکېچ د پای ته رسولو په لټه کې دي، د اروپا ملاتړ لا زیات کړي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

اتریش له ازبکستان سره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو هوکړه کوي
وروستی خبرونه

اتریش له ازبکستان سره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو هوکړه کوي

مې 5, 2026
بغلان کې ۸۰ روغتیايي مرکزونو ته د درملو او طبي تجهیزاتو د وېش لړۍ پیل شوه
د ټولنې هنداره

بغلان کې ۸۰ روغتیايي مرکزونو ته د درملو او طبي تجهیزاتو د وېش لړۍ پیل شوه

مې 5, 2026
میدان وردګ؛ د جلرېز او دایمیرداد ولسوالیو لپاره نوې ودانۍ جوړېږي
وروستی خبرونه

میدان وردګ؛ د جلرېز او دایمیرداد ولسوالیو لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

مې 5, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

د ټولنې هنداره
د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

اقتصاد او سوداګري
د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved