سرپرست حکومت وایي د ګاونډیو او سیمې هېوادونو ټرانزیټي موټرو ته اسانتیاوې رامنځ ته شوي دي. د سرپرست حکومت ویاند وایي د هېواد په لویو لارو او ګمرکونو کې د اسانتیاو برابرېدل او د امنیت ټينګښت هغه مهم مسایل دي چې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د ټرانزیټي موټرو لپاره یې افغان خاورې ته تګ راتګ اسان کړی دی. د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، افغان سوداګرو ته د منځنۍ اسیا، د ایران د عباس او چابهار بندرونو له لارې ټرانزیټ ډېر ګران تمامیږي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي، د پاکستان په کراچۍ بندر کې د ټرانزیټ له لارې د توکو په لېږد کې ستونزې هم د سوداګرو لپاره په ستره ننګونه بدلې شوې دي. ورته مهال، مالیې وزارت وايي، ټرانزیټ د سرپرست حکومت د عایداتي څانګې یوه مهمه برخه ده چې له امله یې هېواد ته په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه عواید راځي.








