د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، هېواد یې د امریکا له اقتصادي ګواښونو او فشارونو وېره نه لري او واشنګټن به په خپلو اقداماتو کې ناکام شي. عراقچي ویلي، ایران له دې وړاندې هم له اقتصادي بندیزونو او ګواښونو سره مخ شوی، خو د نوموړي په وینا، دغه اقدامات بېپایلې پاتې شوي او د امریکا نوي فشارونه به هم ماتې وخوري. هغه ټینګار کړی چې واشنګټن باید له ایران سره په درناوي خبرې وکړي او د اختلافاتو د هواري لپاره د «عدالت او شرافت» پر بنسټ حللار وړاندې کړي.








