د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره، د دغه وزارت په مرکزي لابراتوارونو کې د ساختماني موادو ټسټ له څلورو څخه ۵۰ ډولونو ته لوړ شوی دی. د ټولګټو وزارت چارواکو ویلي، چې د لابراتوارونو ریاست د نويو ګومارل شويو کارکوونکو د ظرفيت لوړولو ورکشاپ پایته رسېدلی دی، د چارواکو په خبره د یاد وزارت د ساختماني موادو د لا تقویت او کاري کیفیت د لا ښه والي په موخه په مرکز او د هرات، کندز، بلخ، کندهار او ننګرهار په زونونو کې یې د ساختماني موادو د ټسټ لابراتوارونه فعال کړي دي. د ټولګټو چارو وزارت د یاد وزارت کارکوونکو او انجنیرانو ته سپارښتنه کړې چې خپل کارونه په پوره صداقت او ایماندارۍ سره ترسره کړي چې د ټولګټو وزارت پروژې په ښه کیفیت سره ترسره شي.








