د سرپرست حکومت واک ته تر رسېدو وروسته تر دې دمه په کندوز ولایت کې په نشه یي توکو د ۱۸۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده. د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند ویلي، چې په مرکز سربېره ۹ ګونو ولسوالیو کې د سرپرست حکومت تر واکمنۍ وروسته په نشه یي توکو د سلګونه روږدو کسانو درملنه شوې او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. د کندوز ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، له کومې ورځې چې امنیتي مسوولینو په نشه یي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ پیل کړې ورسره سم د روږدو کسانو په شمېر کې د پام وړ کموالی هم راغلی دی. په دغه ولایت کې د نشه یي توکو هغه روږدي کسان چې درملنه یې شوې، د منننې ترڅنګ یې دا ژمنه هم کړې به بیا دې ناوړه عمل ته مخه نه کړي.








