په جوزجان ولایت کې یوې متشبثې ښځې ۷۰ مېرمنو ته د غالیو اوبدلو برخه کې د کار زمینه برابره کړې ده. یو شمېر مېرمنې چې په یاده کارخونه کې پر کار بوختې دي، له مسوولینو غواړي، چې د غالیو لپاره یې د مناسب بازار موندلو په پار ملاتړ وکړي. په همدې حال کې د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي، هڅه کوي، چې د دغه صنعت لپاره مناسب بازار پيدا کړي. د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د شمېرو له مخې دا مهال په دغه ولایت کې د غالۍ اوبدلو شاوخوا ۸۰ کارخونې فعالیت لري، چې پکې څه باندې ۱۲۶ زره مېرمنې او شپږ زره نارینه په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي.








