د کابل ښاروالۍ په خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان ویلي، چې د اتمې ناحيې مسوولینو په بېلا بېلو سیمو کې لسګونه غصب شوې زرغونې سیمې او پلې لارې بېرته را ګرځولې او دغه لړۍ لاهم دوام لري. د اتمې ناحیې د مسوولینو په قول یې په بیان کې لیکلي چې؛ په دې وروستيو کې د دې ناحیې د دوه سوه فامیلیو په زرغونو سیمو او پلولارو کې د غاصبينو ناقانونه جوړ شوي تاسيسات ویجاړ شوي او په راتلونکو ورځو کې به پاتې سيمې هم د عملياتي پلان تر پوښښ لاندې ونيول شي. د مسولینو په خبره یو شمیر فرصت غوښتونکو چې، د تېرو کلونو په بهير کې یې زرغونې سیمې او پلې لارې غصب کړې وې او همدا راز یې په ناقانه تو ګه یې د تاسیساتو په جوړولو سره ښاري سر غړونې تر سره کړې وې هم قانوني چلند شوی دی.








