د هلمند ولایت د برېښنا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یې په نشه یي توکو د روږدو ۱۰۰ بستریز روغتون ته د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا غځولو چارې پیل کړې دي. د یاد ولایت د برېښنا ریاست مسوولین وایي، چې یاد روغتون ته د برېښنا رسولو په موخه د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۱ زره ۵۰۰ په اوږدوالی د مزي غځولو چارې پیل شوې دي. د یادولو وړ ده، چې څو ورځې وړاندې په خوست ولایت کې هم د ورته یوې پروژې چارې پیل شوې دي. دا په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د هیواد په ځينو ولایتونو د سلګونه روږدو کسانو درملنه شوې او همدا راز ډېری یې تر ملنې لاندې نیول شوي دي.








