د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال د اقتصادي عالي شورا مشرتابه، مالي ثبات کمېټې او د مجوزو بانکونو سهمدارانو دوهمه غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال د هېواد په بیارغونه کې د بانکي سکټور ونډه مهمه یاده کړه. د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیالۍ لخوا د خپرې شوې خبرپاڼه له مخې، برادر وویل چې هېواد کې لا هم څو بانکونه د نغدو پیسو ستونزه لري چې د حل لپاره یې د مالي ثبات کمېټې ته سپارښتنه وکړه. نوموړي ویلي، چې سرپرست حکومت د هېوادوالو د اقتصادي ستونزو له منځه وړلو لپاره اوږدهماله پلانونه لري. دې غونډه ته د افغانستان بانک سرپرست وویل چې د معقولو پولي سیاستونو په پلي کولو سره، د افغانۍ ارزښت په ښه ډول ساتل شوی او اوسمهال د افغانستان بانکي سکتور له بحراني وضعيت څخه وتلی او د پرمختګ پر لور روان دی. هغه زیاته کړې چې په غوره مدیریت سره بانکي سکتور کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.








