په افغانستان کې د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن ویلي چې تر راتلونکې یوې اونۍ به په قرغیزستان کې د افغانستان په تړاو غونډه جوړیږي. نېکلاسن کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې دغه غونډه د اروپایي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ جوړیږي چې د افغانستان درې نږدې ګاونډي هېوادونه هم پکې ګډون کوي. نوموړي همدا راز ټینګار کړی چې افغانستان ته تر سفر مخکې یې د سیمې څو نورو هېوادونو ته هم سفر کړی او د افغانستان په تړاو یې پر دوو او څو اړخیزو مسایلو خبرې کړې دي.








