د کور او ښار جوړلو سرپرست وزیر د نوي کابل ښار د ښارګوټو د جوړولو په برخه کې د نویو پروژو د پيلېدو خبره کوي او زیاتوي چې په ۱۴۰۳ زیږدیز کال کې به د نوي کابل ښار لومړي فاز چارې هم پيل کړي. نوموړي له یو خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د چین هېواد د هغو نیمګړو پروژو چارې به د نویو هوکړه لیکونو له مخې پيل شي، چې پخوا یې چارې په ټپه درېدلې وې. د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر دغه راز ویلي، چې په ټول هېواد کې یو میلیون جریبه دولتي ځمکې د زورواکو له خوا غصب شوې وې، چې بېرته راګرځول شوي دي. ده ویلي، چې په هېواد کې د غصب شويو ځمکو بېرته راګرځول سرپرست حکومت ته لومړیتوب لري.








