د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې پر سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. په دې راپور کې ویل شوي چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې له ۳۳۰۰ څخه په زیاتو روغتیايي مرکزونو کې له ۱۵ میلیونه زیات ماشومان د خوارځوکۍ د کچې د معلومولو لپاره معاینه شوي دي. د راپور د مالوماتو له مخې په سختې خوارځواکۍ اخته ۷۱۵ ماشومان چې ۵۷ فیصده یې نجونې وې، بستر شوې دي. د ملګروملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام د شمېرو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې څلور میلیونه کسان چې ۳.۲ میلیونه یې له پنځو کلونو څخه ښکته عمرونه لري، په سختې خوارځواکۍ اخته دي.








