د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر له اذربایجاني سوداګر، محمد موسی سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې پانګونې ته مناسب چاپېریال رامنځ ته شوی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اذربایجاني سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې د دواړو هېوادونو تر منځ یې د سوداګرۍ د ګډې خونې د رامنځ ته کولو په برخه کې د دغه وزارت د همغږۍ غوښتنه کړې.








