د بغلان ولایت د کرنې، اوبولګواو مالدارۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په ۳ ولسوالیو کې له نږدې ۱۰۰۰ بزګرانو سره د څارویو د خوراکي کڅوړو او نغدو پیسو مرسته شوې ده. د مالوماتو له مخې دغه مرسته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د « لاس په لاس » دفتر له لوري د دې ولایت په نهرین، مرکزي بغلان او پلخمري ولسوالیو کې له ۹۹۳ مالدارانو سره شوې ده. د یاد ولایت د کرنې ریاست د مسوولین وایي، چې په دې مرسته کې هر مالدار ته ۲۰۰ کیلوګرامه حیواني کونجاړه او ۵۸۵۰ افغانۍ ورکړل شوي، چې ۲۵۲ مالدارانو ته په پلخمري کې، ۴۴۱ ته په مرکزي بغلان کې او ۳۰۰ تنه مالدارانو ته بیا په نهرین ولسوالۍ کې دغه مرستې وېشل شوې دي.








