د افغانستان، ازبکستان، پاکستان او قطر د لوړپوړو استازو په ګډون، د افغان – ټرانس ريل پټلۍ پروژې څلور اړخيزه ناسته د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شوه. په دې ناسته کې د ازبکستان، پاکستان او قطر استازو په حضوري او د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست او د دې ادارې مرستیالانو په آنلاین ډول ګډون کړی و. په ناسته کې د قطر د ريل پټلۍ استازو په افغان – ټرانس پروژه کې د ګډون او پانګونې لېوالتيا ښودلې او د يادې پروژې په مسير کې یې د موجوده هېوادونو ونډه او پانګونه په دې عايداتي او انکشافي پروژه کې مهمه بللې ده. د ناستې په بهیر کې یادو لورو هوکړه کړې چې د افغان – ټرانس پروژې د ارزونې او آسانتياوو برابرولو لپاره بايد راتلونکې ناسته کې بشپړه طرحه وړاندې شي. همدا رنګه پرېکړه شوې چې د روانې فبرورۍ پر ۱۹مه د دې پروژې د تمويل، فزيکي څېړنې او په دې پروژه کې د نويو ګډونوالو او پانګه والو د څرنګوالي او بشپړوالي په موخه درېیمه ناسته جوړېږي.








