د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د یاد ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته ۳۸۷ نورکورونه سپارل شوي دي. د مالوماتو له مخې په یاده ولسوالۍ کې د هرات صخره شرکت له خوا زلزله ځپلو خلکو ته په ۱۵ کليو کې ټول ۵۴۴ کورونه جوړیږي چې له دې جملې څخه ٣٨٧ يې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي .دیاد ولایت ځایي چارواکو ویلي، د دغو ۵۴۴ کورونو لګښت، چې ۱۲۰ میلیونه افغانۍ کیږي، د سرپرست حکومت له خوا جوړ شوي دي. د چارواکو په خبره د دې کورونو د جوړېدو چارې نږدې ۸۵ سلنه بشپړې شوې او پاتې نورې چارې به یې هم ډېرې ژر بشپړې شي. د یادولو وړ ده چې په راتلوونکو ۹ ورځو کې به ۱۵۷ نور کورونه هم زلزله ځپلو ته په واک کې ورکړل شي.








