د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د تېر حکومت د برېښنا ۶۲۷ میلیونه ډالره قرضونه ګاونډیو هېوادونو ته تادیه شول. د برېښنا شرکت ویاند وايي، چې د جمهوریت له وخت څخه په برېښنا شرکت د ګاونډیو هېوادونو ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران د برېښنا قرضداري د برېښنا په برخه کې لویه ستونزه پاتې وه. نوموړي زیاته کړې سرپرست حکومت وکولی شول، چې د پورته ټولو هېوادونو د برېښنا ټوله ۶۲۷ میلیونه ډالره قرضداري په بشپړه توګه ادا کړي. نوموړي دغه راز ویلي، چې سرپرست حکومت د وارداتي برېښنا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له ګاونډیو هېوادونو څخه د پیرېدونکې برېښنا پیسې له وړاندې اړوند هیوادونو ته تحویل کړې.








