د عامې روغتیا سرپرست وزیر تر بلخ وروسته سرپل ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له ځایي مسوولینو او یو شمېر ډاکټرانو سره کتلي دي. سرپرست وزیر ویلي، د تېر حکومت پر مهال یوازې د افغانستان ۳۰ سلنه خلکو ته روغتیایي خدمات وړاندې کېدل، خو په تېرو دوو کلونو کې دغه کچه ۸۰ سلنې ته لوړه شوې ده. قلندر عباد ډاډ ورکړی، چې په نږدې راتلونکي کې به د هېواد هرې برخې ته روغتیايي خدمات ورسوي. عباد په خپلو خبرو کې ویلي، چې د سرپرست حکومت په راتګ سره تړل شويو ۲۰۰ روغتونونو د بیرته پرانېستل کېدو ترڅنګ یي ۳۰۰ نوي روغتونونه هم جوړ کړي دي.








