د امریکا د انرژۍ وزارت اړوند د ملي اټومي امنیت ادارې ویلي، چې له وینزویلا څخه یې ټول پاتې غني شوي یورانیم وړي دي. د راپورونو له مخې دا هغه مواد چې د اټومي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي. امریکايي چارواکو ویلي، ۱۳.۵ کیلوګرامه لوړ غني شوي یورانیم د وینزویلا له یوه پخواني څېړنیز ریکټور څخه را ایستل شوي او د سمندر او ځمکې له لارې امریکا ته لېږدول شوي دي. دغه عملیات د امریکا، بریټانیا، وینزویلا او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په همکارۍ ترسره شوي دي. امریکا ویلي، دا ګام د اټومي «ترهګرۍ» د خطر کمولو او د نړۍ د امنیت د پیاوړتیا لپاره مهم بلل کېږي.








