د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په غزه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند کولو د هڅو په لړ کې نن منځني ختیځ ته تللی دی. ټاکل شوې چې د دې سفر په ترڅ کې نوموړی په سعودي عربستان، مصر او قطر کې تم شي. بلېنکن په داسې حال کې منځني ختیځ ته تللی چې په جنوبي غزه کې جګړې زور اخیستی او ملګرو ملتونو په جنوبي ښار رفح کې د جګړې د ویجاړونکو اغیزو په اړه خبرداری ورکړی دی.








