د راپورونو له مخې پاکستاني حکومت هلته د مېشتو ثبت شویو افغان کډوالو د اوسېدو د مودې د غځولو منظوري ورکړې ده. د مالوماتو له مخې د پاکستان لنډمهالې کابينې دا پرېکړه د قبایلو او سرحدونو د چارو وزارت په غوښتنه کړې ده. د دې پرېکړې له مخې، په پاکستان کې د (پي او ار) کارډونو موده د روان کال د مارچ مياشتې تر ختمېدو پورې غځول کېږي. په پاکستان کې د ثبت شویو افغان کډوالو د کارډونو وخت د تېر ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې پایته رسېدلی دی. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د پاکستان د قبایلو او سرحدونو چارو وزارت غوښتنه د حکومت له خوا نه وه منل شوې او له نيوکو سره بېرته ورلېږل شوې وه.








