د ملګرو ملتونو سازمان نن د فبروري په څلورمه چې د سرطان ناروغۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده، په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې اټکل کېږي تر ۲۰۵۰م کاله به د سرطان ناروغي د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۷۷ سلنه زیاته شي. یاد سازمان یې لاملونه د نفوس زیاتوالی، د تنباکو زیات مصرف، چاغوالي او ککړه هوا یاد کړي دي. په افغانستان کې هم د یادې ناروغۍ زرګونه پېښې ثبت شوې دي، خو لا هم په هیواد کې پرسرطان اخته ناروغان د درملنې په موخه بهرنیو هیوادونو ته ځي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې ځينو خیریه بنسټونو او خپله سرپرست حکومت د سرطاني ناروغیو د یو لوی روغتون جوړېدو ژمنې کړې؛ خو لا یې هم څرک نه لګېږي.








