د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې مدیریت سره په ګډه همغږۍ یې د ۲۸ تنه په نشه يي توکو روږدو کسانو درملنه کړې ده. د یاد ریاست مسوولین وايي، دغه کسان یې له درملنې وروسته بیرته خپلو کورنیو ته سپارلي دي. د یو بل خبر له مخې د نورستان د عامې روغتيا ریاست اړوند د معتادينو ۲۰بستریز روغتون کې هم په نشه يي توکو ۱۴ روږدي له یوې نیمې میاشتنې درملنې وروسته بېرته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د سرپرست حکومت په راتګ سره په هیواد کې د زرګونو روږدو کسانو درملنه شوي او له درملنې وروسته له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.








