د پنجشېر ولایت د عامې روغتيا رياست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولايت په دریو ولسوالیو کې ۳ روغتیایي مرکزونه فعال شوي دي. د یاد ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر حجت الله محمدي وایي، چې دغه مرکزونه په رخه، آبشار او پريان ولسواليو کې د ریلیف انټرنېشنل موسسې له لوري نوي جوړ شوي دي. محمدي زیاته کړه چې یاد روغتیایي مرکزونه په هغو سيمو کې جوړ شوي چې خلکو یې پخوا روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه درلود. د یادولو وړ ده، چې د یادو ولسواليو اوسېدونکو د دې مرکزونو په جوړېدو خوښي څرګنده کړې او د روغتيا رياست د هڅو ستاينه یې هم کړې ده.








