د کابل ښاروالۍ په خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې د بادام باغ او باغ بالا ترمنځ د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې ۸۲ سلنه بشپړې شوې دي. د مالوماتو له مخې دا مهال په خاورینه برخه او د غره د لمنې په هوارولو او کیندلو کار روان دی. د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، د دغه سړک ۴۰۰ متره برخه پخه شوې او د پاتې برخې پخولو چارې به یې هم ډېرې ژر بشپړې شي. د یادولو وړ ده چې، دغه سړک څلورمه، پنځمه او اوولسمه ناحیه یو له بل سره نښلوي او په جوړېدو سره به یې په اړوندو ناحیو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه هم کمه شي.








