د سرپرست حکومت چارواکي وایي، چې نن ورځ په کابل کې د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو د ځانګړو استازو او سفیرانو په ګډون یوه غونډه جوړېږي. د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال پر اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیمه ایزو همکاریو د پراختیا په اړه هراړخیز بحثونه وشي. د مالوماتو له مخې په دې غونډه کې به د روسیې، چین، ایران او پاکستان استازي همګډونه وکړي. د سرپرست حکومت چارواکي په داسې حال کې په کابل کې د یادې غونډې د جوړېدو خبره کوي، چې ټاکل شوې د راروانې فبروري میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه په دوحه کې د ملګرو ملتونو ترمشرۍ لاندې د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه شي.








