د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکو ویلي، چې د دایکنډي ولایت په ۲ ولسوالیو کې د څښاک اوبو ۶ شبکې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. یاد وزارت د مالوماتو له مخې دغه شبکې د (NCA) مؤسسې په مالي مرسته د دایکنډي په کیتي او سنګتخت بندر ولسوالیو کې د څه باندې ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د ۶ شبکو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. په دغو شبکو کې د ۳۰ او ۱۵ متر مکعب په وړتیاوو د اوسپني کانکریټي زېرمو جوړول، د ۲۸، ۲۷ او ۲۲ مترو په ژوروالي د اوبو څاګانو کیندل، د ۷۶ لمریزې برېښنا تختو نښلول، د نل لیکو نښلول او د ۲۵ زره ۵۶۵ مترو په اوږدوالي پایپ غځول شامل دي. د یادولو وړ ده، چې د دغو شبکو په جوړېدو سره ۵۰۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې دي.








