د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد ښار سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د روان لمریز کال له پيل څخه تر مرغومي میاشتې پورې د دوغارون بندر له لارې افغانستان ته ۶۷ زره ټنه کرنیز محصولات صادر شوي دي. د تایباد ښار والي مهدي شېردل له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې ۳۵ زره ټنه کچالو، ۱۰ زره ۷۰۰ ټنه مڼې، درې زره ۵۰۰ ټنه مالټې او ۱۷ زره ۸۰۰ ټنه نور محصولات د دوغارون بندر له لارې افغانستان ته صادر شوي دي. نوموړي زیاته کړې، دغه راز په په تېرو لس میاشتو کې ٣٠ زره ٥٠٠ ټنه کرنيز محصولات لکه کنجد، مميز، مۍ او نورې غوړې دانې د افغانستان پر لوري ټرانزیټ شوې دي.








