د لوګر ولایت د ترافیکو مدیریت مسوولین وایي، چې د روان لمریز کال په لومړیو اتو میاشتو کې یې شاوخوا ۳۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او دغه راز په ښار کې یې په بشپړ ډول ترافیکي اصول پلي کړي دي. د لوګر د ترافیکو مدیر محمد نعیم زبیر وایي؛ چې د یادو عواید یې اکثریت برخه د پاکستان لاس موټر د اسټیکر کولو پروسې او د ترافیکي اصولو د پلي کولو له لارې راټول کړي دي. ورته مهال لوګري موټر چلونکي د ترافیکي اصولو د مراعت کولو څخه خوښ دي او په یاده برخه کې د هر راز همکاریو ډاډ ورکوي.








