د نيمروز ښاروالۍ د دغه ولايت په مرکز زرنج ښار کې د ١٦ ميليونه افغانيو په لګښت د پراختيايي پروژو د پيل خبر ورکوي. په دې پروژو کې د سړکونو پراختیا او داغ ګیري او د برښنایي پایو جوړول شامل دي. د نیمروز ښاروالۍ وايي، په دغو پروژو کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.








