کابل کې د ایران سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي د بامیانو له والي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د لا ټینګښت په اړه خبرې کړې دي. ایراني رسنیو په دغه لیدنه کې د مرتضوي له خولې لیکلي، چې تهران له کابل سره د دوستانه اړیکو ټینګښت غواړي او افغانستان کې د اقتصاد او روغتیا برخو کې مرستو ته چمتو دی. په راپور کې د بامیانو والي له خولې راغلي چې افغانستان د ټولو قومونو او مذهبونو ګډ کور دی او دلته قومي او مذهبي تعصبونه نشته.








