د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، له خپلو شریکانو سره یوځای د افغانستان پر پولو راستنو شویو او نورو اړمنو کسانو ته د ملاتړ خدمات وړاندې کوي. د دغې ادارې د افغانستان څانګې پرون شنبه په خپله ایکس پاڼه لیکلي، د اروپايي ټولنې مننه کوي چې پر وخت یې د اغېزمنو شویو کسانو لاسنیوی کړی. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د افغانستان څانګې یوه ویډیو هم خپره کړې، چې په تورخم کې یې کارکوونکي راستنو شویو افغانانو ته د روغتیايي او نورو خدماتو وړاندې کولو په حال کې ښکاري. په دې وروستیو کې افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او ایران څخه زرګونه افغان کډوال را ستانه شوي چې ډیری اوس بشري مرستو ته اړتیا لري.








