د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د بامیانو ولایت د سیغان ولسوالۍ په قره خوال کلي کې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو د یوې شبکې جوړېدو چارې پیلشوې دي. د مالوماتو له مخې دغه شبکه د اسلامیک ریلیف موسسې په مالي ملاتړ جوړېږي، چې پکې د ۸۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د ۳۰ متر مکعب په حجم د یوې اوسپنيزې کانکریټي زېرمې جوړول، کور په کور د ۹۰ نل لیکو نښلول، د ۲۴ لمریزې برېښنا تختو نښلول او د ۶ زره ۳۳۷ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول شامل دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د دې شبکې په جوړېدو سره به ۱۵۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.








