کراچۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ سرپرست وایي، چې د پاکستان د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو څخه د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۵۸ افغان بندیان خوشې شول. نوموړي زیاته کړې، چې یاد زندانیان پرون د چمن – سپین بولدک له لارې هېواد ته ولېږدول شول. سرپرست کونسل ویلي، چې لا هم د سند ایالت په زندانونو کې تر ۲۲۱ تنو پورې افغان کډوال بندیان دي، چې د خوشې کېدو لپاره یې هڅې کوي.








