د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف وايي، د ټولنې په کچه ۹۵۰ نوي ښوونیز ټولګي جوړوي. یونیسف پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دغه ۹۵۰ نوي ځایونه د زدهکړو لپاره ځانګړي شوي، چې د راتلونکې لپاره هیله بخښوونکي کېدای شي. د یونیسېف په خبره، یاد ۹۵۰ نوي ټولګي به د زدهکړې، ویښتیا او ښې راتلونکې لپاره هیله مندي وي. په دغه ټولګیو کې به ۱۴۰ زره افغان ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره شي.








